امنیت

قوماندان عبدالطيف له خپلو افرادوسره دسولې له بهيرسره يوځاى شو

هرات باختردغبرګولي دمياشتې ٢٩

ددولت يوه لس کيسزه ډله وسله وال مخالفين پرون دهرات  په ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

دغه مخالفين دقوماندان عبدالطيف  په مشرۍ چې پخوا دکرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددولت پرخلاف  ولاړ و دملي امنيت درياست  دهلوځلو له امله  له مخالفيت څخه لاس واخيست  اودسولې له پروګرام سره يوځاى شول.

 دهرات دملي امنيت درياست يو مسوول باختراژانس ته  وويل چې ددغو افرادو پيوستون سره په کرخ ولسوالۍ اودهرات – بادغيس  دلارې امنيتي حالت به ډير زيات ښه شي .

دهرات دسولې دکميټي دچارواکو دڅرگندونوله مخې  په هرات کې ددغي کميټي  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې پنځوس ډله وسله وال مخالفين چې ٥٨٤ تنه کيږي دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته