کابل، د چنګاښ ۲۰ مه ، باختر
په زابل کې له سیلاو ځپلو کورنیو سره د بشري مرستو بهیر پیل شوی دی.
په لومړۍ ګام کې د شملزیو او اتغر ولسوالیو زرګونو کورنیو خوراکي توکي او د کور وسایل ترلاسه کړل.
د زابل ولایت مرستیال سرپرست سلیمان آقا بهیر باختر آژانس ته وویل، چې دغو کورنیو اوړه، وریجې او د کور وسایل ترلاسه کړي دي.
هغه وویل، چې د نورو مرستو په تر لاسه کېدو له نورو بېوزلو کورنیو سره هم مرسته کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې د دغو سیلاوونو د راوتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژل شوي دي.
دغه سیلاوونه د زابل اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د زابل ولایت مرستیال سرپرست سلیمان آقا بهیر وویل، چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ تنه ماشومان، ۲ ښځې او ۳ نارینه خپل ژوند يې له لاسه ورکړي دي.
همدا راز د دایچوپان ولسوالۍ ترڅنګ د ارغنداب او خاک افغان ولسوالیو هم د دغو سیلاوونو ډګر وو.
په دغو ولسوالیو کې هم سیلاوونه یو شمېر اوسېدونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
ع