امنیت

د يوه ماين د چاودنې له امله شپږ تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
شپږ تنه وسله وال مخالفين نن په پکتيکا ولايت کې د هغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې د نوروکسانو د وژنې لپاره يې ښخول.
دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان دولت خان ځدران باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه پرون د ګيان ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو غوښتل يو ماين په لواره سيمه کې چې د پکتيکا دلارې په تګلوري کې ده؛ ښخ کړي چې ماين په خپله په دوى وچاوديد .
دده دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې شپږ تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته