خبرونهاقتصاد

په زابل کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د کب ۱۹مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په زابل ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د زابل ولایت د ترنک او جلدک ولسوالۍ په سپین بند کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند ( چکډېم) د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد بند  ۲۴ متره اوږدوالی، ۳ متره لوړوالی لري چې د څه باندې  ۱۳ زره ۲۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د دغه بند په جوړېډو سره به د باراني اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په ګڼ شېمر ولایتونو کې د باراني اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو سطحې د لوړولو په موخه دې ته ورته لسګونه بند جوړ کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته