کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د روزګان په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین نن د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو له لوري پیل شو.
د مسوولینو په خبره د دغه لړۍ په ترڅ کې به شاوخوا ۲۲۵ زره روزګاني ماشومانو ته د روغتیا پالانو په مرسته ساحه په ساحه د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
د روزګان د واکسین د بیړنۍ خونې مسوول ډاکتر بخت محمد مصطفی وویل چې د روزګان ولایت د ۲۴۰ زره ماشومانو له ډلې څخه به کابو ۲۲۵ زره ماشومانو ته د دریو ورځو په موده کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.
نوموړي له دینی عالمانو او قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه، چی د پولیو ضد واکسین په دغه درې ورځني کمپاین کې له روغتیا پالانو سره مرسته وکړي تر څو ماشومان له فلج څخه خوندي وي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۹ کال را ورسته په روزګان ولایت کی هیڅ د پولیو مثبته پیښه نده ثبت شوې.