سیاست

دفرانسې سفيرله انجينيرمحمدخان سره وکتل

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٥مه
په کابل کې د فرانسي سفیرپرون له غرمې وروسته د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمد خان سره وکتل.
داجراييه رياست دمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د فرانسي هیواد سفیر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال سره د افغانستان په روانو حالاتو او د افغانستان او فرانسې هیواد په اړیکو باندې خبرې وکړې.
په کابل کې د فرانسي سفیر فرانسوا ریشیر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې دوی به د نړیوالې ټولنې له مرستندویه سازمانونوسره اوږه په اوږه د ملي وحدت له حکومت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
سفیرددې ترڅنګ د ملي وحدت له حکومت سره د امنیت د ټينګښت، بیا رغونې، روغتیا، ښوونې او روزنې، فرهنګي او ټولنیزو او بشري چارو کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د فرانسې هیواد له سفیرڅخه مننه وکړه چې په تېرو کلونو کې يې هېواديې له افغانستان سره دامنیت په شمول په ډیرو برخو کې د پام وړمرستې کړې دي چې دوی يې منندوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته