کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
د روزګان د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ چکډیمونو د رغولو خبر ورکړی دی.
د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالمنان فاروقي د باخترآژانس خبریال ته وویل چيې د یاد ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۷ چیکډیمونه رغول کېږي چې بودیجه یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد صاحب وویل:«د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو دا مهال د نړۍ په کچه یو امن لرونکی هېواد دی او د رغونې چارې یې تر بل هر وخت په ښه ډول تر سره کیږي او د ریاست الوزرا له لوري منظورشوي دغه ۷ چکډیمونه به د ۶۰ ورځو په بهیر کې ورغول شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي».
ورته مهال د یادې سیمې خلکو د یادو چکډیمونو په رغولو خوښ دي او وايي چې وچکالي یې کرنه او مالدارۍ بده اغیزه کړې ده.