کابل باختر دوري شپږ ويشتمه
اته تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ځايي چارواکي وايي چې،دغه وسله وال طالبان په اليشنګ ولسوالۍ کې د پوځانيو سره په نښته کې ووژل شول.
د لغمان ولايت د پوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې، په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې، دغه طالبان په امنيتي پوستې د بريد په وخت کې د پوځيانو د ډزو له امله ووژل شول . ختم_ عطاالله _ اکرم