خبرونهاقتصاد

په روان کال کې د بغلان د ستنو جوړولو فابریکې شپږ زره د برېښنا ستنې تولید کړي

کابل، د کب ۲۳ مه، باختر

د  بغلان د برېښنا د ستنو جوړولو فابریکې مسوولین وايي، چې په بېلابېلو اندازو کې یې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تراوسه  یې شپږ زره د برېښنا ستنې تولید کړي دي.

د بغلان د ستنو جوړولو فابریکې آمر مولوي نقیب الله نظري وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې ورته د ۵۰۰۰ ستنو جوړولو پلان ورکړل شوی  وو، خو دغه آمریت توانیدلی چې شپږ زره ستنې تولید کړي.

نظري زیاتوي، چې دغه فابریکه ۱۲،۱۰ او ۱۵ متره د برېښنا ستنې تولیدوي او په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې هڅه کوي، چې د ورکړل شوي تولیدي پلان څخه چې نهه زره ستنې دي زیاتې ستنې تولید کړي.

د دې فابریکې عملیاتي مدیر محمد کبیرصبورزی وايي، چې د تېر نظام پرمهال هره ورځ ۱۲ ستنې تولید کېدلې خو اوس د دې فابریکې د تولید کچه ۲۸ ستنو ته رسېدلې ده او تولیدي ستنې یې د هېواد د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سربېره مرکزي او نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

په دې فابریکې  کې سل کسان په دندو بوخت دي او کارکوونکي یې وايي، چې په پوره ویاړ سره په دې فابریکه کې کار کوي او هڅې دادي څو نوره هم د تولیداتو کچه لوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته