ټولنه

په دايکنډي کې څو کرنیزې پروژې پرانيستل شوې

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د دايکنډي په مرکز نيلي ښار او د دغه ولايت په سنګ تخت ولسوالۍ کې د اوبولګولو د شلو پروژو کار بشپړ شو او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دايکنډي د کرنې او اوبولګولو رييس سيدعبدالواحد فېروزي باختر آژانس ته وويل چې د غه پروژې د ١٣٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کرنې او اوبولګولو وزارت له بودجې څخه د «افغان اېډ» او «يو.ان.اف.اې.او» موسسو په همکارۍ تطبیقې شوې دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته