کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
په دايکنډي کې پر۵۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکې ووېشل شول. د دايکنډي له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس انجنير اسدالله سروري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دغې ادارې پرون د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ پر ۵۰۰ اړو کورنيو غنم، وريجې، لوبيا، نخود، مکروني، مالګه او غوړي ووېشل.
دغه کورنۍ د طبيعي پېښو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوې دي.
پای/ج