سیاست

دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار دبلخ ولايت ته ورسيد

کابل باختر دتلي اتمه
دملي شورا  دمشرانو جرګي  رييس فضل هادي مسلميار  ديو هيئت په مشرۍ دبلخ ولايت مرکز دمزارشريف ښار ته ورسيد .
دمشرانو جرګي  مطبوعاتي  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  دغه سفر  دبلخ ولايت دچارود څيړنې په مقصد شوي دي .
دمزارشريف   له ښار  څخه دباختر اژانس دخبر له مخې دمشرانو جرګي رييس نن په هغې غونډه  کې  چې  دبلخ  دوالي ، دعالمانو دشورادرييس ، دسولې شورا درييس او دامنيتي اونظامي  مسوولينو په ګډون جوړه شوي وه  برخه واخيسته .
دبلخ والي عطا محمد نور داقتصادي ، فرهنګي ، ښوونې او روزنې ، بيا جوړولو ، کرنې او اوبو لګولو او دامنيتي حالت په اړوند هيئت ته هراړخيز معلومات ورکړل .
دبلخ والي ددغه ولايت دستونزو اوچلنجونو په باب هيئت ته معلومات ورکړل .
دغه راز دمشرانو جرګي رييس فضل هادي  مسمليار د بلخ دوالي رپوټ مثبت وباله او دهغو اجرااتو له امله يې  چې په دغه ولايت کې ترسره شوي دي قدرداني  وکړه .   او وي ويل چې دبلخ ولايت دهيواد امن ولايتونو له جملې څخه دي ملکي او اداري مسوولين  دې بايد له دغو امکاناتو څخه ښه استفاده وکړي او په ټولو برخو کې دې زيات کار اوهلې ځلې وکړي  چې دبلخ ولايت زياته وده او پرمختيا وکړي .
دغه رازپه دې غونډه کې دعالمانو شورا رييس او دسولې دشورا رييس دنورو په استازيتوب خبري وکړي او خپلې ستونزي  يې هيئت په وړاندې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته