کابل / د سلواغې ٣٠مه /باختر
د ( فرزند آهنګر) ترعنوان لاندې د شريف الله مبارز شعري ټولګه پرون په تخار کې مخکتنه وشوه.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د شاعرانو، ليکوالانو، د دولتي بنسټونود رييسانو د پوهنتون د استادانو، خبريالانو او د مدنې فعالانو په ګډون جوړه شوه، ويناوالو د دغې ټولګې د شعرونو د محتوا په اړه خبرې وکړې او په دغه ولايت کې د زياتو ادبي او فرهنګي پروګرامونو په جوړولو ټينګاروکړ.
ختم- ج _ ا