کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د پلورلو له درکه څه ناڅه يوميليون پاکستانۍ کلدارۍ ضبط شوې.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛دغه پيسې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو له خوا چې د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې د پوليسو مديريت کارکوونکو ترڅارنې لاندې وې د ننګرهار ولايت له يوې صرافۍ څخه هرات ولايت ته حواله کېدې چې د دغه مديريت د منسوبانو په چټک اقدام کې ضبطې شوې.
ده زياته کړه د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو په دې اړوند د پوليسوتحقيقات پيل شوي دي . پاى سعيده؛ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ