خبرونهروغتیا

په تخار کې د روږدو درملنه په خپلو کورونو کې کېږي

 کابل /د وري ۲۹مه /باختر

په تخار کې د روږدو کسانو د درملنې د روغتون آمر وايي چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د روږدو کسانو درملنه د هغوی په کورونو کې کېږي.

په تخار کې په نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې د ۴۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر سید محمد جلال د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د اسلامی امارت له بریالیتوب وروسته په نشه یی توکو ۹۲ روږدی کسان په دغه روغتون کې راجستر شوی چې د ۸۴ یې درملنه شوې او بېرته رخصت کړل شوي دي.

په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې د روغتون آمر زیاته کړه چې په دغه روغتون کې هر روږدی له څلوېښت ورځنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت کېږي.

ډاکتر سید محمد جلال وویل چې اوس  د مالی اوتخنیکی امکاناتو د نشتوالي په دلیل نه شي کولای په نشه یی توکو روږدي کسان په دغه روغتون کې بستر او درملنه یې وکړي.

د دغه روغتون مسوول د عامې روغتیا وزرت له مشرتابه غواړي چې مالي او تخنیکي امکانات ورته برابرکړي چې په نشه یی توکو روږدي کسان له ښار څخه راټول او درملنه یې وکړي.

په همدې حال کې د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټرعبدالقهاراحمدي د باختراژانس خبریال ته وویل  چې اوس د دغه ولایت د روږدو کسانو د درملنې ۴۰ بستریز روغتون د مالي اوتخنیکی امکاناتو د نشتوالي په دلیل نه شي کولای په نشه یی توکو روږدي کسان په دغه روغتون کې بستراوتداوي کړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته