کابل /د تلي ٢٢مه /باختر
په تايوان کې تېره شپه په اورلګېدنه کې ٢٥ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.
باختراژانس د اسوشيتدپرس د خبري اژانس د خبرله مخې خبر ورکړ؛ د تايوان په جنوب کاوسينګ ښار د استوګنې په يوه ١٣ پوړيزه ودانى کې د اور لګېدنې له امله ٢٥ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.
ويل شوي دي چې زياتره مړي د پېژندلو وړ نه دي.
په دې ودانى کې ١٢٠کورنيو ژوند کاوه.اودغه اور لګېدنه دومره سخته وه چې د ودانى زيات کورونه يې له منځه وړي دي.
تراوسه پورې د دغې اورلګېدنې علت معلوم نه دى خوعيني شاهدان وايي چې له اورلګېدنې مخکې په ودانى کې د چاودنې غږ اورېدل شوى دى
-ج-ا