کابل / د کب ۷ مه / باختر
په سمنګانو کې نن د قران عظیم الشان ۷۷ حافظانو او عالمانو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
په غونډه کې د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزي ، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مفتي انعام الله سمنګاني او د دولتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د سمنګانو د مرکز ایبکو ښار د خراسان کارتې د (دارالعلوم اسلامیه حنفیه) مدرسې یو استاد مولوي عبدالله وویل: د قران عظیم الشان دغه حافظان د بدخشان ، تخار، کندز، بغلان ، بلخ ، جوزجان ، سرپل ، هرات او د فاریاب له ولایتونوڅخه دي.
هغه وویل: د دغو فارغانو له جملې څخه چې نن ټولنې ته وړاندې کېږي ۴۶ یې دیني عالمان او ۲۹ یې د قران عظیم الشان حافظان دي.
د یو بل خبرله مخې؛ د قران عظیم الشان ۲۸ حافظان د بغلان د شکرې فابریکې ښارګوټي له امام بخاري مدرسې څخه هم فارغ شول او د فضیلت پګړۍ ورته وتړل شوې.
ع