خبرونهورزش

په بلخ کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پیل شوې 

کابل، د کب ۹ مه، باختر

د بلخ د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاوسیالۍ د وزلوبې په مقیم بای لوبغالي کې پیل شوې دي.

د هېواد د وزلوبې رییس حاجي غلام سرورجلال د باخترآژانس خبریال ته ویلي:«د هېواد په تېرو تاریخونو کې د وزلوبې په څېر دودیزې لوبې شتون لري، چې په دې سره د افغانستان نوم پيژندل شوی او په دې لوبه کې موږ له نړۍ سره سیالۍ کوو».

نوموړي زیاته کړه، چې یادو سیالیو کې د بلخ، تخار، بدخشان، جوزجان، فاریاب او بغلان ولایتونو څخه ۱۴ لوبډلې برخه اخیستې، چې ټول چاپاندازان به د یو بل پروړاندې په روانو ۹ ورځو کې لوبې وکړي.

د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو په پای کې ګټونکوټیمونو د ملي سوداګرانو او د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکارۍ ۴ موټره، ۱۱ اوښان او نغدي جایزې په پام کې نیول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته