خبرونهاقتصاد

په بلخ کې دریم صنعتي پارک هم پرانیستل شو

 کابل/ د وري ۱۲ مه/ باختر

په بلخ کې دریم صنعتي پارک په ۴۰۰۰ جریبه ځمکه کې د حیرتانو په دوه لارې کې د صنعت او تجارت وزیر په شتون پرانیستل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې په بلخ کې د صنعت او تجارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل چې د دوه پارکونو سربېره دا دریم پارک دی چې پرانیستل کېږي او له دې سره به نه یوازې په بلخ کې بلکې په ټول افغانستان کې یو مثبت اقتصادي تحول راشي، هغه له پانګوالو وغوښتل چې اوس په افغانستان کې امنیت تامین  دی  او را دې شي  په خپل هېواد کې دې پانګه اچونه وکړي.

په همدې حال کې پانګوالو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې کورني تولیداتو لپاره په  هېواد دننه او بهر کې د بازار موندې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د بلخ په د ۲ صنعتي پارکونو کې ۵۰۰ تولیدي کارخانې شتون لری، د صنعت او سوداګرۍ د مسوولینو په وینا اوس مهال په یادو پارکونو کې ۳۰۰ کارخانې فعالیت لري او په نږدې راتلونکي کې به نورې کار خانې هم فعالې شي.

بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته