کابل / دغبرګولي١٠ مه / باختر
د بغلان د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د هينګ په حاصلاتو کې بي ساري زياتوالى راغلى دى.
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول ولي امرخېل باختر اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د هينګ د زياتوالي يوازينی علت د هينګ د کرکيلې له نويو لارو چارو سره د بزګرانو بلدتيا، د هينګ د کرکيلي د ساحې زياتوالى او د هينګ له کرکيلي سره د خلکو علاقمندي ده.
هغه زياته کړه چې سږ کال د هينګ د طبيعي کروندو سربيره د بغلان په اتو ولسواليو کې په ٦٢ زره هکټاره ځمکه کې هينګ کرل شوي چې حاصلات يې څه د پاسه ٤٥ ټنه اټکل شوي دي.
په بغلان کې د هينګ دوه سوداګران قاري بشير او حبيب ګجر وايي د بغلان خلکو له پخوا زياته د هينګ له کرکيلي سره علاقمندي ښودلي ده چې دا کار په دې ولايت کې د هينګ تخم د بيې د زياتوالي سبب شوى دى.
\ ج