روغتیا

د خلکو همکارۍ ته اړتیا ده

 کابل / د وري ۱۲ مه / باختر
له بده مرغه د کرونا ویروس په اړه دننه په هېواد کې وروستي خپاره شوي رپوټونه د ژورې اندېښنې وړ دي.
د عامې روغتیا وزارت د وروستیو رپوټونو له مخې پر کرونا د اخته شویو شمېر ۱۷۴ ته ورسېد.
د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دغه ګراف ورځ تر بلې لوړېږي. که تر څو ورځو وړاندې پورې کرونا یوازې له ایرانه په راستنېدونکو کې مثبته وه، اوس په هغو کې هم مثبته راوځي چې ایران او نورو هېوادونو ته د سفر مخینه نه لري او دا په افغانستان کې کرونا د خپرېدو په اړه د خطر زنګ دی.
د باختر آژانس مفسر د کرونا په مخنیوي کې د خلکو همکارۍ اړتیا ته کتنه کړې ده او لیکي:
ټولو ته څرګنده ده چې کرونا درملنه نه لري او نه یې د وقایې واکسین لا جوړ شوي او دا هم څرګنده نه ده چې دا واکسین به کله جوړېږي.
د  وقایې یوازینۍ لاره د هغو روغتیایي لارښوونو رعایتول اوعملي کول دي چې د روغتیا نړیوال سازمان او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت یې وړاندیز کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې دا سپارښتنې باید څنګه عملي شي او په دې برخه کې څوک مسوولیت لرئ؟
ځیني وایي چې حکومت باید خلک په زور مجبور کړي چې دا سپارښتنې عملي کړي. منو چې دا د حکومت تر ټولو ستر مسوولیت دی چې په هر ډول کېږي باید د خلکو روغتیا د کرونا له ګواښه وژغوري، خو حکومت د خلکو له همکارۍ پرته کوم کار کولی نه شي. د خلکو همکاري اړینه ده، د خلکو همکاري برخلیک ټاکونکې ده، د خلکو همکاري د کرونا ویروس د ګواښ په شنډولو کې اساسي نقش لوبوي.
د بېلګې په توګه به د ښارونو د قرنطین موضوع راواخلو. مرکزي حکومت او همدارنګه یو شمېر سیمه ییزو ادارو د کابل په ګډون د یو شمېر ښارونو د قرنطین پرېکړه کړې ده، خو له بده مرغه خلک دا پرېکړه نه عملي کوي او د قرنطین شرایط نه رعایتوي او په ښارونو کې آزاد تګ راتګ کوي.
حکومت نه شي کولای چې هر هېوادوال ته یو عسکر توظیف کړي او یا د هر کور مخې ته عسکر ودروي چې خلک له کورونو د باندې راپرې نه ږدي. همدا رنګه حکومت نه شي کولای چې هر هېوادوال مجبور کړي چې خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.
دا او ورته نور ګڼ کارونه د خلکو همکاري غواړي او د  خلکو له همکارۍ پرته ترسره  کېدای نه شي.
خلک باید دا همکاري خپل ملي، دیني او اخلاقي مسوولیت وګڼي او دا د خپل ژوند د ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره وبولي.
ښایي دا به تکراري خبره وي چې وویل شي کرونا له خلکو سره ټوکي نه کوي، خو دا یو انکارنه  منونکی واقعیت دی، کرونا رښتیا هم له خلکو سره ټوکې نه کوي. زموږ قدرمن هېوادوال باید د چین، ایټالیا، ایران، هسپانیا، کوریا، جاپان او نورو هېوادونو تجربې په پام کې ونیسي، په یو شمېر هېوادونو کې هره ورځ شاوخوا رز تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
موږ پر ټولو هېوادوالو غږ کوو چې دعامې روغتیا وزارت سپارښتنې رعایت کړي او خپل ژوند ته ارزښت ورکړي او د دغه ستر روغتیایي او بشري ناورین په مخنیوي کې ونډه واخلي.
ن. ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته