خبرونهاقتصادټولنه

په بدخشان کې د ۱۵ زره ډالرو په لګښت یوه کرنیزه پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد کې د کرنیزو اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس قاري قطب الدین دهنوي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې مرکز فیض آباد په لنګر کلي کې د مېشن اېست موسسې په مالي ملاتړ د ۱۵ زره ډالرو په لګښت په لمریزې برېښنا سمبال د اوبو یوه شبکه جوړه شوې چې د سیمې ۲۰۰ جریبه للمي ځمکې د خړوبولو توان لري.

یاده دې شي چې د کرنې کارپوهان د دغه ډول پروژو پلي کېدل د سیمې د بزګرانو او کروندګرو د اقتصاد په وده کې ګټورې بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته