خبرونهټولنه

کاپيسا کې دوو کورنیو له ۱۳ کلونو شخړې وروسته روغه وکړه

کابل، د غوایی ۱۶ مه، باختر

د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني د دغه ولایت د امنیې قوماندان، د عالمانو شورا غړي او د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسوولینو په منځګړیتوب حل شوه.

د یاد ولایت د امنیې قومندان محمد عثمان ترابي باختر آژانس ته وویل چې د کوهبند ولسوالۍ د تربت په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۱۳ کلنه دښمني په ترڅ کې له دواړو لورو څخه  ۴ تنه وژل شوي وو چې د قومي مخورو او مشرانو او د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولینو په منځګړیتوب د یادو کورنیو ترمنځ روغه روغه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه د قومونو او کورنیو ترمنځ رامنځته شوې دښمنۍ ختمې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته