کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
په بامیانو کې یو خیریه بنسټ د نا څېزې پيسې په بدل کې په بېوزلو او خیاباني ماشومانو وچه ډوډۍ ویشي .
د را رسېدولوخبرونوله مخې، د بامیانو ۲۰۰ بېوزلي او خیاباني ماشومان په دغه بنسټ کې ثبت دى او هریو ماشوم هره ورځ له ۱۰څخه تر۱۵ ډوډۍ د دغه بنسټ له نانوايي څخه ترلاسه کوي.
دغه ماشومان د هرې ډوډۍ د ترلاسه کولو په بدل کې درې افغانۍ ورکوي.
د امام سجاد خیریه بنسټ په دغه خیریه نوښت لاس پورې کړی دی.
د دغه بنسټ یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې له یوې میاشتې را په دې خوا په بېوزلواو خیاباني ماشونو د وچې ډوډۍ د وېشلو بهیر پیل کړی دی.
هغه وویل : له هرې ډوډۍ څخه یواځې ۳ افغانۍ له ماشومانوڅخه اخلي ،هغه هم د دغه نانوایی د کارکوونکو د سوند توکو اوحقوقو په خاطر.
په بامیانو کې یوخیاباني ماشوم باقر وايي چې د امام سجاد د بنسټ له نانوايي څخه هره ورځ ډوډۍ ترلاسه کوي.
هغه وویل چې اوس د لاس پلورنې له پلوه عواید یې کم دی د امام سجاد خیریه بنسټ نانوايي د ډوډۍ د ترلاسه کولولپاره له دوی سره مرسته کوي.
لس کلن باقر درې خور او کوچنۍ ورور لري او پلاریې معیوب دی.
ع