ټولنه

په خوست کې توپان اوسيلاوو دوه تنه ووژل .

کابلباختر دثور٢٥
دخوست ولايت په ځينو سيمو کې دسيلاو ونو دراوتلو اودسخت توپان دچليدو له امله دوه تنه ووژل شول .
دغوسيلاوونو چې سخت توپان هم ورسره ود خلکو د استوګنې کورونه ،په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه ،بڼونه او بندونه هم ويجاړ کړي دي .
دغه سيلاوونه اوتوپان دسه شنبې په شپه دځاځي ميدان ، اسماعيل خيلو اود ګربزو د ولسواليو په ځينو سيمو اود خوست ښار په مربوطاتو کې پيل شول او تر تيرې شپې پورې يې د پخوا په شان دوام درلود.
دخوست ولايت له پيښو سره د مبارزې رئيس انجنير محمداکبر باختراژانس ته وويل چې ددغه توپان اوسيلاو له امله يوه ځوانه نجلۍ او يو سړى ووژل شول.
ده تاييد کړه چې په دغو طبيعي پيښو کې د خلکو په لسګونو کورونه ،په زرګو نو جريبه کر نيزه ځمکه ، بڼو نه او بندو نه ويجاړ شوي دي .
دغه راز د ترلاسه شويو شميرنو له مخې، دبڼوالو او بزګرانو په زرګونو ټنه کر نيز محصولات چې تر څوراتلوونکو ورځو پورې راټوليدل هم ددغه سيلاو اوتوپان له امله له منځه تللي دي .
داسماعيل خيلو ولسوالۍ يو اوسيدونکى لعل محمد هغه ځاى چې دسيلاو او توپان له ا مله يې زيات زيان ليدلى وايي چې په لس جريبه ځمکه کې کرل شوي محصولات اودوه بڼونه يې ددغې طبيعي پيښې په بهير کې زيانمن شوى دى.
ده له دولت څخه وغوښتل چې له مصيبت ځپلو کسا نو سره مرسته وکړي .
له بلې خوا دغو پيښو په لسګونو کورنۍ له خپلوکورونو اوټاټوبو څخه وتلو ته اړايستلى دى.
دخوست ولايت دسري مياشتې رئيس محمدقاسم تڼي وويل چې موږ له مصيبت ځپلو کسانو سره د مرستې لپاره امکانات نه لرو.
دخوست ولايت دسري مياشتې درئيس دڅرګندونو له مخې، دوى هلې ځلې کوي چې له مصيبت ځپلو کسانو سره د ملي اونړيوالو مرستندويو مرکزونو مرستې جلب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته