خبرونهټولنهروغتیا

په بادغیس کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۱۸ کسانو درملنه وشوه

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر

کورنیو چارو وزارت وايي چې په بادغیس کې په نشه يي توکو روږدي ۲۱۸ کسان له درملنې وروسته خپلو کورونه ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې  د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بادغیس کې ۲۱۸ په نشه يي نوکو روږدي کسان، چې پخوا یې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول کړي وو، له د بیستر کېدو او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

دغه  وزارت زیاته کړې چې دغه کسان په فاریاب ولایت کې بیستر وو، چې له روغتیا وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې نه یوازې دا چې د نشه يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز لګول شوی بلکې ورسره هم مهال په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لړۍ پیل شوې او لا هم دوام لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته