سیاست

تبصره

کابل باختر د لړم  دولسمه :
دطالبانو دمعنوي  پلار  مولانا سميع الحق  وژل کيدل کولاى شي په افغانستان کې دسولې بهير ګړندى کړي .
دغې پوښتنې  ته ځواب ،  په اوسنيو سياسي شرايطو کې سخت کار دى خو په صراحت سره ويلي شو چې دهغه وژل کيدل  کولاى شي دطالبانو په پوځي ځواکونو  باندې اغيزه وکړي .
دباختراژانس سياسي مفسر ليکي: که چيرې  په افغانستان کې دتپل شوې جګړې  تاريخ  ته پاملرنه  وشي او دغه جګړه  دنړيوال ائتلاف  د ځواکونو په واسطه په افغانستان کې  دطالبانو له راپرځولو  وروسته محاسبه شي ليدل کېږي  چې ددغې جګړې  په اوږدو کې  دطالبانو پيژندل شوي کسان وژل شوي دي خو په افغانستان کې  هماغه شان جګړه دوام لري .
  دالقاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې  ووژل شو دطالبانو مشر په پاکستان کې  خپل ژوند له لاسه  ورکړ د طالبانو بل مشر ملا منصور هم په پاکستان کې ووژل شو .
په همدې ترتيب زياتره هغه کسان چې د ډار اچونې په بېلابېلو ډلو کې داغيزمنو کسانو په توګه  ياديدل ددغې  جګړې په بهير کې ووژل شول خو په افغانستان کې جګړه هماغه شان دوام ومومي .
ددغې موضوع څرګند دليل کولاى شو  له بېلابېلو ډار اچوونکو ډلو سره دپاکستان په هراړخيز ملاتړ کې ولټوو .
زياتره کسان په دې باور دي که چيرې پاکستان او د ډار اچوونکو څرګند اوپټ ملاتړي د ډار اچوونکو ډلو له ملاتړڅخه لاس واخلي ، په ډير لنډ ممکن وخت کې به په سيمه کې د ډار اچوونکو دشتون ستونزه پاى ته ورسيږي ځکه زياترو ملي  او نړيوالو کارپوهانوپه وار وار طرحه کړې ده چې پاکستان د ډار اچوونکو په وړاندې دوه ګونې سياست لري په ښکاره ځان د ډار اچونې ضد ائتلاف دمتحد په توګه بولي او په پټه کې له هرې ډار اچوونکې ډلې څخه په سيمه ئيزو معادلاتو کې دفشار دجرم په توګه ګټه اخلي او نه پريږدي  چې په افغانستان او سيمه کې جګړه  پاى ته ورسيږي .
په هر صورت زياتره کسان فکر کوي  چې دافغانستان تپل شوې جګړه دستنيدو تکي ته رسيدلې ده  په بېلابېلو  ډار اچوونکو ډلو کې دطالبانو دجګړې مهرې يا وژلې شوي دي اويا وژلې کېږي خو هغه  څه چې کولاى شي يوه تکي ته دستنيدو بهير  چې سوله په ځان پسې  ولري، ګړندى کوي  له ډار اچوونکو سره دپاکستان دغوڅ ملاتړ په وړاندې  دخنډونو جوړول دي .
  کله چې پاکستان ته تفهيم شي  چې دافغانستان جګړه ګتوونکي  نه لري نړۍ غواړي  چې د ډار اچوونکو ټغر راټول کړي  د ډاراچوونکو  ځالې خوندي نه پاتې کېږي  په هغه  صورت کې دى چې کيداى شي  هيله ولرو چې دافغانستان تپل شوې جګړه دستنيدو تکي ته رسيدلې ده .
په هر صورت مولانا سميع الحق ووژل شو دايواځې مرګ نه شميرل کېږي خلک  دهغه په نسبت غمجن نه دي ځکه هغه  څوک بولي چې دزرګونو زرګونو تنو بيګناه افغانانو دقاتلانو  او جلادانو په ډاګه ملاتړ کاوه .
وليدل شي طالبان سره له دې چې خپل معنوي پلار له لاسه ورکوي  ايافکر کوي  او له عقل څخه کار اخلي چې په افغانستان کې اوسنۍ  جګړه ګتوونکى نه لري .
  ختم_ عطاالله (_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته