خبرونهامنیت

په بادغیس کې لسګونه پولیس فارغ شول

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
په بادغیس کې د امنیې قومندانۍ اړوند له تعلیماتي کنډک څخه ۵۰ پولیس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې مسوولینو فارغ شویو کسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپلو دندو کې صداقت او ریښتینولۍ سپارښتنې وکړې او ترې ویې غوښتل چې په صادقانه ډول د خلکو خدمت او ورسره ښه چلند وکړي.
د مسوولینو په وینا فارغ شویو پولیسو ته د سلاح تخنیک، پر دښمن د عملیاتو، خلکو سره د ښه چلند، د چک پواینټ اصول او لومړنیو طبي مرستو په برخو کې اساسي مسلکي او اخلاقي زده کړې ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې پرون هم په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د پولیسو له روزنیزو مرکزونو شاوخوا ۱۱۰۰ پولیس فارغ شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته