امنیت

وسله والو طالبانو په بغلان کې د خلکو له غبرګون سره مخ شول

۸- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د ډنډغوري د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو په یوه بې ساري اقدام سره وسله وال طالبان له خپلو کلیو او جوماتونو څخه وشړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یوشمېر وسله والو طالبانو چې غوښتل یې د پلخمري ښار د ګرګرک پله په ساحه کې د پیسو اخېستلو ځای جوړ کړي چې د دغې سیمې د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت وویل چې وسله والو طالبانو تل په ډنډغوري پورې اړوندو ساحو کې پر ملکيانو ظلم کړی او هغوی په تنګ کړي وو چې د دغو ساحو د اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شول.
بشارت زیاته کړه چې د ډنډغوري د چشمه شیر د ګرګرک کلي د اوسېدونکو دغه مخالفت د وسله والو طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول چې د نښتې په پایله کې درې ملکیان ټپیان شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته