کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ چکډیمونه جوړېږي چې له ډلې یې د څلورو چارې پیل شوې.
دغه وزارت زیاته کړې چې دغه چکډیمونه د یاد ولایت په ۹ ولسواليو کې جوړېږي چې له ډلې یې د څلورو چکډیمونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لوري پیل شوې.
یاد وزارت همدارنګه ویلي چې د یادو چکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړېدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو باراني اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.