سیاست

په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازو دکابل ښاروال دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :

 په ولسي جرګه کې دکابل يوشمير استازو نن  دکابل ښاروال دګوښه کيدو غوښتنه وکړه .

 دغو استازو چې دکابل ښاروالۍ دودانۍ په شاوخوا کې څو خيمې  درولي دي په کابل ښاروال يې له وظيفوي واکونو څخه  دناوړې استفادې تور ولګاوه  اودهغه دګوښه کيدو غوښتنه يې وکړه .

 دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې، دملي شورا په ولسي جرګه کې دخلکويو شمير  استازو له لسګونو تنو کابل ښاريانو سره يوځاى  چې دکابل ښاروالۍ په انګړ کې  راټول شوي وو دى هيواد له جمهور رييس څخه وغوښتل چې انجنير محمد يونس  نو انديش له دندې څخه يې ګوښه او تر عدلي اوقضايي څارنې لاندې ونيسي .

  په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي حاجي احسان سعيد زاده دباختراژانس خبريال ته وويل له شپږو مياشتو راپديخوا دمواصلاتو اومخابراتو په کميسيون کې دکابل ښاروال دسرغړونو دوسيې  څيړلې  شوي دي اودمجلس له خوا جمهور رييس او دبډې اخستنې  او داداري فساد پرخلاف  دمبارزې  ادارې ته سپارلې شوي دي .

 ده وويل په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي به تر هغه وخت پورې چې کابل ښاروال له خپلې دندې څخه ګوښه نه شي په دغو خيمو کې خپل تحصن ته دوام ورکړي.

 دغه استازي ادعا لري چې په بي کيفته موادو دواټونو جوړول ، په واټونوکې داوبو راټوليدل ، داستوګنې په سيمو کې دلوړپوړو ودانيو جوړيدل ، په څلورم مکروريان کې دبلاکونو جوړيدل ، دبهزاد سينما په سيمه کې  په ځينو کسانو ددولتي ځمکو ويش داټول کابل ښاروال هغه دقانون خلاف دخپل  وظيفوي  واک څخه په ناوړې استفادې  سره سرته رسولي دي .

  په همدې حال کې دکابل ښار يو شمير  نورو کسانو دکابل  ښاروال په باب دولسي جرګې داستازو تورونه رد کړل  ويې ويل چې دغه تورونه دشخصي ملحوظاتو  له مخې په انجنير نو انديش لګول شوي دي  او له هغه وخته راپديخوا چې دى دکابل دښاروال په توګه ګومارل شوى دى په دې ښار کې زيات بنسټيز  کارونه ترسره شوي دي .

 کابل ښاروال دولسي جرګې  ديو شمير غړو د تورونو دردولو په ترڅ کې  رسنيو ته وويل چې ده دولسي جرګې  ديو شمير غړو ناحقې غوښتنې  نه دي منلي له دې امله دوي  په تحصن لاس پورې کړي دي .

 ده زياته کړه  چې دوي ته  يې دلوړپوړيزو ودا نيو ، ښارګوټو او دسترو پلورنځيو دجوړولو اجازه نه ده ورکړي  له همدې امله  ددوي دنيوکې وړ ګرځيدلى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته