خبرونه

په افغانستان کې روسي هلیکوپترې ترمیمېږي

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر
په سیاسي چارو کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین په کابل کې د ورتیکال ګروپ له عمومي رئیس ولادیمیر سکوریخن او د هلیکوپترو د ترمیم د شرکت له رئیس الکساندر کلاچوف سره وکتل.
په دې کتنه کې ولادیمیر سکوریخین او الکساندر کلاچوف په افغانستان کې د روسیې چورلکو د ترمیم، د تجهیزاتو د انتقال او د تخنیکي پرسونل د روزنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
مولوي عبدالکبير په دې برخه کې د هغوی د همکاريو قدرداني وکړه او ويې ويل، چې اوس په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د بهرنۍ پانګونې لپاره زمينه تر بل هر وخت زياته شوې ده.
مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې د هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته