کابلباخترد وږي دمياشتې ١٠
دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول دروان کال د وږي د مياشتې په ديارلسمه نيټه فرانسې ته سفر کوي .
ددغه سفر هدف د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د تړون
دمفادو د تطبيق د کميسيون په لومړنۍ غونډه کې برخه اخستنه ده .
د باختر آژانس دخبريال د خبر له مخي :
د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې د دغه مطلب په بيانولو سره وويل : ټا کل شوې ده د هيواد دبهرنيو چارو وزير د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د تړون دتطبيق د ګډون کميسيون د لومړنۍ غونډې د پرانيستلو په مقصد فرانسي ته سفر و کړي او ددې ترڅنګ د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير د پارلمان له يو شمير غړو او د دولتي مقاماتوسره د دوه اړ خيزو اړيکو او همکاريو د پرا ختيا په باره کي خبرې و کړي .
د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوستۍ او همکاري تړون په تير ميلادي کال کې لاسليک شوى دى اود هغه له مخې فرانسه په امنيتي ،سياسي ، اقتصادي فرهنګى ، روغتيا اود ښوونې او روزنې په برخو کې د افغا نستان له خلکو سره همکاري کوي
1 1 دقیقه لوستل