کابل، د وري ۱۸ مه، باختر
د پنجشېر د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د دوو کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې دي.
د پنجشېر د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محب الله جاهد د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د دوی ادارې د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي او مرکز کې دغه کانالونه پاک کړي دي.