کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي: “د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه راپور خپور شوی چې په کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو پرمختګونو ته اشاره شوې ده.”
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونيت، د اقتصادي وضعيت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپور شوي راپور د هغو برخو ستاینه کړې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي او هغې برخې یې رد کړې دي چې له عیني واقعیتونو څخه لرې دي.
د اقتصادي معاونیت په باور؛ که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ نو افغانســــــتان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړي. همدا رنګه، که چيرې نړیوال سازمانونه او مرستندویه ادارې د تضاد پر ځای مثبت تعامل ته مخه او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې همکاري وکړي؛ په پایله کې به یې نوي کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد په اقتصادي وضعیت کې به مثبت تاثیر ولري.
دغه راز په اعلامیه کې، د نړیوال بانک په څېر نړېوالو بنسټونو څخه غوښتنه شوې چې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونه منعکس کړي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د عوایدو کچه لوړه شوې او د دغو ټولو په خوا کې، د وارداتو اندازه هم لوړه شوې ده او له دې څخه جوتېږي چې په افغانستان کې د خلکو د پېر توان زیات شوی دی.