اعلامیهسیاستخبرونهTOP

پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د وحشیانه بریدونو د بیا پیلېدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د فلسطین په غزې تړانګه کې له څو ورځني اوربند وروسته پرون صهيونيستي یرغلګرو یو ځل بیا وحشیانه بریدونه پیل کړي، چې د تیرو نږدې ۲۰زره شهیدانو او ۳۶زره ټپیانو سربیره تر دې دمه نږدې ٢٠٠ تنه نور ملکيان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسيدلي، ۶۰۰ نور ټپیان شوي او ګڼ شمېر یې لا هم تر نړیدلو ودانيو لاندې لادرکه دي.

د افغانستان اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي دريدو غوښتنه يې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي، چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټول وژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

په فلسطین کې د ټولوژنې دوام به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار له منځه یوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته