ټولنه

په بغلان کې دملي پيوستون ٤١ پروژې پرانيستل شوې .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام ٤١ پروژې  بشپړې او اته پنځوسو زرو کسانو ته يې لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي .
دبغلان ولايت دملي پيوستون دپروګرام مسوول انجينير نصرت الله رشيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژو کې د ټولنيزو مرکزونو ، د اوبو دبند او دمحافظوي ديوالونو جوړول .دپلونو او پلګوټو په جوړولو سره دسړک اوارول او کريړ اچول ، دښوونځيو جوړول ، د اوبورسولو دشبکو تمديدول ، دڅښاک د اوبو د څاګانو کيندل ، دبريښنا دکوچنيو پروژو جوړول او نورې پروژې شاملې دي چې دڅلوروشپيتو مليونو افغانيو په لګښت دبورکې، تاله او برفک ده صلاح ، نهرين ،بنو او دهنه غوري په ولسواليو دملي پيوستون دپروګرام په چوکاټ کې تطبيق او عملي شوې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو پروژو په تطبيق سره په دغو سيموکې دڅو کلنو ستونزو په لرې کيدو سربيره په دغو ولسواليوکې ٥٨٨٩٥تنو ته  آسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته