کابل /د وري ٢٤مه /باختر
يو ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو هوايي اوځمکنيوبريدونوکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طآلبانو تېره شپه په دهراود اوچارچينو ولسواليو او د ترينکوت ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې اوهوا بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يومقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي اوځمکنيو بريدونوکې ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د افغان ځواکونو پرپوستو د طالبانو د يرغل په وخت کې هوايي اوځمکنيو ځواکونو په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل .
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٨ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم – ج _