کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
په فارياب ولايت کې يوه ځوانه ښځه پرون د خپل ورور له خوا ووژل شوه .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې دغه ۲۳ کلنه ښځه د ميمنې ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتوکې د خپل ورور له خوا په خپل کورکې د چړو په ګوزارونو سره وژل شوې ده .
ده وويل: د دغې وژنې اصلي علت روښانه نه دى او قاتل له ساحې څخه تښتيدلی دى .
يورش زياته کړه چې له مقتولې څخه دوه بچيان پاتې دي .
د فارياب ولايت د بشر د حقوقو ولايتي کارکوونکى حميدالله وايي چې دا د يوه کال په بهير کې په دغه ولايت کې د ښځو د وژلو او ځان وژنې ۳۲ پېښه ده .
ختم- ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل