امنیت

دډنډ غورې په ساحه کې دپوځيانو دپرمختګ ترڅنګ طالبانو ته دسر دروند زيان

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٩  :
په داسې حال کې چې د بغلان ولايت په ځينو سيمو کې پوځي عمليات دوام لري، سيمه ييز مسوولين  وسله والو طالبانو  ته د سر د درانده زيان خبرې کوي.
ددغو مسوولينو دڅرګندونوله مخې ؛ ددغو عملياتو په ترڅ کې دپلخمري ښار د ډنډ غوري په ساحه کې  نهه کلي  دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي  پوځيانو وکولاى شول په دغو سيموکې په خپلو اتلسو پوځي قرارګاو کې  ځاى پرځاى شي .
د ورکړ شويو شميرنو له مخې ؛ د دوو شپو او ورځو په بهيرکې ددغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې ددغې ډلې د پنځو تنو قوماندانانو په ګډون شپږديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دوى ديو قوماندان مولوي لعل په ګډون څه ناڅه نوولس تنه نور ټپيان شول.
د بغلان والي عبدالستار بارز نن له خبريالانو سره په يوه غونډه کې وويل ؛ چې پوځيان په دې بريالي شوي دي  طالبانو ته په خاصه توګه په ډنډ غوري کې ماتې ورکړي.
ده وويل : ددغو عملياتو په بهيرد دې ډلې د پنځو تنو قوماندانانو په ګډون شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول د دوى ديو قوماندان مولوي لعل په ګډون څه ناڅه نوولس تنه نور ټپيان شول.
دبغلان والي وويل ؛  چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهيرکې نهه کلي دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک  کړي دي او په  خپلو څه ناڅه اتلسو پوځي قرارګاو کې ځاى پرځاى شوي  دي  .
دغه راز په بغلان کې  وروستۍ نښتې په  خاصه توګه  په  ډنډ غوري په ساحه کې ددې سبب شوې چې په سلګونو کورنۍ د دغه ولايت نورو سيمو ته  کډه وکړي.
د بغلان والي وايي ؛ ترڅو پورې  چې د دغه ولايت ټولې سيمې په خاصه توګه  دپلخمري ښار د ډنډ غوري ساحه  چې دکابل _ مزار په لويه لاره کې  پرته  دطالبانوپه  ډلې پورې  دتړلو  افرادو له خوا پاکه نه شي ، دغه عمليات به دوام ولري .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته