
دفارياب ولايت دشيرين تګاب په ولسوالۍ کې تيره شپه ددولت وسله والو مخالفينو ديوې کورنۍ درې تنه ووژل اودرې تنه نوريې ټپيان کړل .
دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددولت يوې ډلې وسله والو مخالفينو تيره شپه ددغې ولسوالۍ دبلوچېه په کلي کې داستوګنې يو کورته ننوتل دکورخاوند ، دهغې ميرمن اوزوى يې ووژل او دده درې تنه موشومان يې ټپيان کړل .
ددغه ولسوال دڅرګندونو له مخې ټپيان ډير ژر ددغې ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته وليږدول شول او موظفو ډاکترانو ددوى روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو وباله .
ده ددغې پيښې انګيزه شخصي دښمني وبلله .