امنیت

دهوايي پوځ دوه تنه منسوبين په کابل ښار کې ترور شول .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
  دوه تنه پوځيان نن په کابل ښار کې ترور شول .
دوه تنه پوځيان چې پوليس وايي  دهوايي پوځ منسوبين وو نن سهار ددوو تنو موټرسايکل سپرو له خوا دکابل ښار دپنځلسمې  ناحيې  په خواجه بغرا په ساحهکې ووژل شول .
  دکابل ښار دپوليسو دپنځلسمې  حوزې امر سمونوال عبدالقدير  بارکزى ددغه خبرپه تاييدولو سره وايي چې دغه پيښه نن سهار په شپږو بجو او ديرشو دقيقو رامنځته شوه .،  قربانيان دهوايي پوځ منسوبين وو خو دپوليسو  دپنځلسمې حوزې امر په دې اړوند چې وژل شويو کسانو دهوايي پوځ په کومه برخه کې خدمت کاوه څه ونه ويل خو ځينو نورو سرچينو ويلي دي چې وژل شوي کسان دهوايي پوځ پيلوټان وو چې دخواجه بغرا په غير پلاني برخوکې يې په کرايي کورونو کې يې ژوند کاوه .
دملي دفاع وزارت مقاماتو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
دهوايي پوځ  دغه دوه تنه منسوبين  په داسې حال کې وژل کېږي چې دوه ورځې مخکې په هېواد کې دهوايي پوځ ورځ ونمانځل شوه
ددغې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې دهغو امنيتي او اقتصادي  ستونزو يادونه وشوه چې دهوايي پوځ پيلوټان او تخنيک ګران ورسره لاس او ګريوان دي له بله پلوه ددغو دوو تنو پوځيانو وژل کيدل په پايتخت کې  دلرځنده امنيت څرګندوي دي چې هره ورځ دمنظمو وژنو  په ګډون دلسګونو جنايي پيښو ډګر دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته