سیاست

هند په ټولو برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارى ته دوام ورکوي .

کابل باختر د تلې اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دهند له صدراعظم نرندرا مودي سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې هند ته دافغانستان داجراييه رييس او دده د ملګري هيئت دسفر له امله ښه راغلاست ووايه او ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يې دوستانه اوستراتيژيکي وبللې .
مودي افغانستان ته خپل سفر ته په اشارې سره وويل چې  دغه سفر دده او دافغانستان دخلکو عاطفي اړيکي ټينګې کړې دي .
دهېواد اجراييه رييس دهند دحکومت اوخلکو دتاوده هرکلى له امله په مننې سره په بيلابيلو پړاونو په تيره بيا د مودي دصدارت په وخت کې له افغانستان سره دهند دمرستو له امله قدرداني وکړه .
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې دافغانستان او داسيا دجنوب لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دنوي ستراتيژۍ  له اعلام وروسته دسياسي امنيتي حالت او دسيمه ئيزو بدلونونو  بشپړ تصوير وړاندې کړ او دتروريستانو په وړاندې يې دافغانستان دملي وحدت دحکومت او دهېواد داتل وسله وال پوځ دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې .
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دنوي ستراتيژۍ  اعلام په سيمه کې دامنيت دټينګښت او له ډار اچونې سره دمبارزې او دتروريستانو دپټنځيو د دړې وړې کولو لپاره نوى فرصت  برابر کړى دى او له دغې طرحې  سره دافغانستان دخلکو اوسياستوالو هراړخيز ملاتړ شته . 
اجراييه رييس زياته کړه چې نړيوال ځواکونه دنوې ستراتيژۍ  تر سيورې لاندې په زيات  صلاحيت ، توان اوظرفيت سره له تروريستانو او له ګډو ګواښونوسره مقابله کوي .
دغه رازاجراييه رييس  دتروريستانو دپتڼځيو په دړې وړې کولو او دتروريستانو پرخلاف دګډې مبارزې او دهغوى دپټنځيو دله منځه وړولوپه خاطر  په پاکستان دفشار په عملي کولو باندې ټينګار وکړ .
اجراييه رييس دغونډې دکوربه توب او دسولې په لور  دتيريدو تر عنوان لاندې دهند او افغانستان ترمنځ دسوداګرۍ او پانګونې دنندارتون دجوړيدو له امله په مننې سره ، دهند له صدراعظم څخه وغوښتل چې دمالياتو په لغو کولو  دازدو مارکيتونو په جوړولو او دافغانستان دکورنيو توليداتو دصادراتو په برخه کې دلازمو هڅونو په برابرولو سره دافغانستان سوداګرو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي .
دافغانستان اجراييه رييس دغه راز دهند له صدراعظم څخه وغوښتل چې په افغانستان کې په بنسټيزو پروګرامونو او طرحو کې دهندي شرکتونو دپانګونې زمينه برابره کړي
  اجراييه رييس دغه راز دهند له صدراعظم څخه وغوښتل چې دافغانستان دوسله وال پوځ دټپي  منسوبانو  ددرملنې په برخه کې دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي او په هند کې د افغانستان  دوسله وال پوځ دزيات شمير ټپي منسوبانو ددرملنې زمينه برابره کړي .
مودي په خپلو خبرو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دنوې ستراتيژي  او له تروريزم سره په مبارزه او په پاکستان کې دتروريستانو دپټنځيو په پاى ته رسولو کې دامريکا دادارې دلهجې  دصراحت او غوڅوالي ، ملاتړ وکړ او هيله يې وکړه چې نوي طرحه دتروريستانو او دهغوى دملاتړو دپروګرامونو په شنډولو سره په افغانستان کې دسولې  اوثبات دټينګښت  زمينه برابره  کړي .
مودي په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې هند دپراختيا ، بنسټ جوړولو ، سوداګرۍ او پانګونې په کارکې له افغانستان سره مرسته کوي .
دهند صدراعظم  له افغان سوداګرو سره په ملاتړ باندې په ټينګار سره ژمنه وکړه چې حکومت يې دسوداګرو غوښتنو ته پاملرنه کوي  او هيله  يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې دچابهار بندر پرانستل وکولى شي  دافغانستان دسوداګرو او ددواړو هېوادونو  ترمنځ دصادراتو او وارداتو ستونزې پاى ته ورسوي .
مودي دغه راز  په هند کې دافغانستان دملي پوليسو  دروزنې او ښوونې دطرحې هرکلى وکړ او داکار يې دافغانستان دپوليسو له تجربې څخه ددغه هېواددپوليسو دځواکونو دروزنې لپاره زمينه وبلله . 
مودي په هند کې دافغانستان دوسله وال پوځ دزيات شمير منسوبانو ددرملنې په باب  داجراييه رييس دغوښتنې په منلو سره لارښوونه وکړه چې دهند حکومت به دافغانستان  طرحه وڅيړي  او دهېواد  دوسله وال پوځ دزيات شمير ټپيانو ددرملنې زمينه برابره کړي .
مودې دهېواد له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې له افغانستان  څخه يو هيئت دې په دوو سترو پروګرامونو  کې چې په راروانو مياشتو کې په هند کې دلمريزې  او بادي  بريښنا دتوليد او دنړيوالو شرکتونو په ګډون له خوراکي توکو څخه دزياتې استفادې  په برخه کې جوړيږي، واستوي چې په افغانستان کې په دغو دوو برخو کې د پانګونې زمينه برابره شي .
ددغې غونډې په پاى کې دملي پوليسو دځواکونو دروزنې لپاره دهند او افغانستان ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو او هند ژمنه وکړه چې دملي پوليسو ځواکونه وروزي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته