خبرونهنړۍ

هند سمندر او عدن خلیج کې اسرایلي او امریکایي کیښتۍ په نښه شوي

نړۍ، د غوايي ۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د یمن حوثي ډلې ویاند یحیی سریع پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې ځواکونو په عدن خلیج کې د امریکا متحده ایالاتو یو بېړۍ او په هند سمندر کې د اسرایلو یوه کیښتۍ په نښه کړې او ویشتې ده.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې عدن کې یې د امریکایي بېړۍ د ویشتو لپاره له سمندري ځواک او هند سمندر کې د اسرایلي کیښتۍ د په نښه کولو لپاره یې له ډورن الوتکو کار اخیستی دی.

یحیی سریع زیاته کړې، چې دغه بریدونه په غزه کې د فلسطیني وګړو د ملاتړ په دوام ترسره شوي.

د یادونې وړ ده، چې د یمن حوثي ډلې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې په سره بحیره، عدن خلیج، هند سمندر او نورو سیمو کې د اسرایلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو کیښتۍ او پوځي مرکزونه په نښه کوي او موخه یې د فلسطین د خلکو ملاتړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته