کابل، د کب ۲۲مه، باختر
د نیمروز سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای د جوړولو خبر ورکړی دی.
د نيمروز ولايت مقام د دفتر رئیس، مولوي حامد شاهین د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د مالیې وزارت له لوري د دغه ولایت د ګمرک په ریاست کې د موټرو د تم ځای جوړولو چارې د ۳۱ میلیونه ۹۵۱ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت پیل شوي چې په ۹ کې به بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.