خبرونهورزش

 نیمروز کې د فوټسال سیالۍ د معارف لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې 

کابل، د کب ۱۹ مه، باختر

د نیمروز د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د امارتي او خصوصي ادارو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معارف لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.

د نیمروز د بدني روزنې او ورزش آمر قاري احمد شاه مبارز وویل چې یاده سیالۍ یوه میاشتت وړاندې د امارتي او خصوصي ادارو جام ترنامه لاندې په ۴ ګروپونو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د معارف لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد جام د ترسره کولو موخه د ورزش وده او د ولایتي سیالیو لپاره د ادارو په لیګ کې د غړیتوب ترلاسه کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته