کابل، د وري ۱۸مه، باختر
د زرنج ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په زرنج ښار کې د مستریي خونو د څلور لارې د رغولو چارې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د زرنج ښاروالۍ استازي, محبالله نورزاد باختر آژانس ته وویل، چې د يادې څلورلارې چارې د نيمروز د يو تن ملي سوداګر، حاجي عبدالله “تفتاني” په مالي مرسته د ۶۵۵ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
نورزاد زياته کړه، چې د يادې څلورلارې چارې به د دوو میاشتو په موده کې د ١۵ متره په لوړوالي، د ٨ متره په اوږدوالي او ٧ متره پلنوالي سره بشپړې شي.
په ورته مهال د زرنج ښار اوسېدونکي د ښار ښکلا په برخه کې د زرنج ښاروالۍ له کړنو څخه د مننې ترڅنګ له سوداګرو وغوښتل، چې د زرنج ښار په آبادولو او ښکلا کې له زرنج ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
13 1 دقیقه لوستل