خبرونهامنیتTOP

نږدې زر تنه سرتېري د عبدالله بن مسعود رض د جګړه یيزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه فارغ شول

کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د لسګونه تنو ځوانو منسوبینو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین له ۴ میاشتنیو عقیدوي، مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په خبرپاڼه کې د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ نورالحق انور له قوله ويل شوي:(موږ په داسې ځای کې راټول شوي یو له کوم ځای څخه، چې زموږ د هېوادوالو عزت د پردیو په لمسون لوټل کېده، لله الحمد اوس دلته د هېواد او ملت ساتنې لپاره منسوبین روزل کېږي، د دښمن د مقابلې لپاره اعداد ته ضرورت دی, موږ باید پرمخ تللې وسله ولرو ترڅو دښمن ورباندې مغلوب کړو، او خپله ازادي وساتو).
ورته مهال نویو فارغانو ژمنه کړې، چې د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتو دي او په هر ډول شرايطو کې به د هېواد او خلکو دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته