امنیت

په ننګرهارکې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۹ مه
په ننګرهار ولایت کې د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په مرکز جلال آباد ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ کیلو ګرامه نشه یې توکي او ۶۵ لیتره الکولي څښاک ترلاسه کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په ترلاسه شویو نشه يي توکو کې اپین، هېروېین، الکولي مشروبات او یوه اندازه کیمیاوي توکي او تېزاب شامل دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو په اړوند دوه تنه کسان هم نیول شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته