سیاستخبرونهاقتصادTOP

نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي چې نړیوال بانک له دغه وزارت سره د دوامداره تعامل په ترڅ کې ژمنه کړې چې په کابل کې به خپل دفتر پرانیزي.

حقمل په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې دغه بانک ژمنه کړې چې د راتلونکي ۲۰۲۴ ز کال کې په جنوري میاشت کې به په کابل کې خپل دفتر په رسمي ډول پرانیزي.

نوموړي زیاته کړې یاد بانک همدرانګه ویلي چې د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې به د دغه بانک په مالي ملاتړ د پلې کېدونکو پروژو لګښتونه چې کارونه یې ترسره شوي ورکړي.

هغه ویلي دغه وزارت هڅه کوي چې د دغو پروژو د لګښتونو له اجرا وروسته یاد بانک دې ته وهڅوي چې د هغو پروژو پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته